fbpx

د هېواد په ۹ ولایتونو کې اقتصادي زونونه رامنځته کېږي

د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو اداره وايي، د هيواد د اقتصادي وضعيت د لوړتيا لپاره د ننګرهار په ګډون په نهو ولایتونو کې اقتصادي زونونه رامنځته کېږي.

د دغې ادارې مرستيال خان ولي بشرمل دا څرګندونې   ننګرهار پوهنتون کې د افغانستان د اقتصادي پرمختيا پر لور جوړ شوي کنفرانس کې د وينا پرمهال وکړې.

نوموړي وویل، له دې کنفرانس يې موخه نړيوال بانک لخوا افغانستان ته د يوې سروې په ترڅ کې د سوداګرۍ لپاره د زياتو اسانتياو رامنځته کوونکي هيواد لقب ورکولو نمانځل دي

د بشرمل په وینا ، حکومت پلان لري چې په هېواد کې د اقتصادي وضعيت د ښه والي او اقتصاد د لوړوالي لپاره د ننګرهار په ګډون نهو ولايتونو کې اقتصادي زونونه رامنځته کړي، چې ترڅنګ به يې زرګونه خلکو ته د کار زمينه برابره شي.

د ننګرهار والي حيات الله حيات وويل، چې د اقتصادي زون د رامنځته کېدو لپاره مهم څيز د هوايي ډګر موجوديت دی؛ خو ننګرهار لا هم ملکي هوايي ډګر نه لري، هغه وويل، د ننګرهار هوايي ډګر نظامي شوی، چې دلته يې د اقتصاد پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي او ډاډ ورکوي، چې د دغې ستونزې د حل لپاره به ولسمشرۍ ماڼۍ څخه د لازمو همکاريو غوښتنه کوي

د ننګرهار پوهنتون رييس پوهنوال  ببرک مياخېل هم ډاډ ورکړ، چې د دغه پوهنتون محصلينو ته به زمينه برابره کړي، چې اقتصادي طرحې رامنځته کړي او د هيواد د پرمختګ لپاره يې ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې کړي .

هغه سروې چې له مخې يي افغانستان دنړۍ په لسو هېوادونو کې سوداګرو ته د اسانتیاو برابرولو او دسوداګریزو بنسټونو درغولو په برخه کې په لومړي مقام کې راغلی دروان کال د لړم په نهمه نیټه دنړیوال بانک له خوا ترسره شوي .

Loading...