fbpx

د ګردېز اوسېدونکو ته د پاکو اوبو د رسولو یوه پروژه پرانیستل شوه

د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د ۲۰۷ ملیونه افغانیو په ارزښت د څښاک اوبو رسولو شبکې پروژه پیل شوه.

د پکتیا والي شمیم خان کټوازي د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې د دې پروژې لګښت ۲۰۷میلیونه افغانۍ دی، چې د افغانستان دماليې وزارت له لوري ورکړل شوی دی .

کټوازي زیاته کړه، چې د یاده پروژه به د ۶۴ کیلیوميتره په اوږدوالي سره غځيږي.

ده وویل، چې د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د ګردېز ښار نږدې ټول کورونه د پاکو اوبو څخه برخمن شي.

د پکتیا د ولایتې شورا رییس مالک ځاځي د یادې پروژې په پرانیسته خوښي ووښووده او ويې ویل، چې دیادې پروژې په عملي کېدو سره به د ګردېز ښاریانو د پاکو اوبو د نشتون ستونزه هواره شي .

له دې وړاندې د پکتیا د مرکز ګردېز اوسیدونکو په وار وارسره د پاکو اوبو له نشتون څخه شکایت کړی وو او ويلي وو، چې د پاکو اوبو نشتون له روغتیايي ستونزو سره مخامخ کړي دي.