fbpx

د غزني د امنیت ټینګښت موضوع په جدي ‌‌‌‌‌‌ډول څارل کېږي

د ملي امنیت شورا سلاکا ډاکتر حمدالله محب وايي، د غزني د امنیت ټینګښت موضوع په جدي ‌‌‌‌‌‌ډول څارل کېږي او په دې برخه کې دفاع وزارت ته لازمې لارښونې شوې دي.

ښاغلي محب دغه څرګندونې  په ولسي جرګه کې د غزني ولایت د استازو سره په کتنه کې کړې دي.

د جرګې دغه غړي پرون د ملي امنیت شورا سلاکار ته ورغلي تر څو د غزني په مالستان او جارغوري ولسوالیو کې د وروستیو جګړو په اړه ورسره خبرې وکړي.

د ملي امنیت شورا دفتر وايي، د جرګې غړو و ویل، چې د غزني ولس د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو هر اړخیز ملاتړ کوي.

د دوی په وینا د غزني خلک له نظام دفاع او د دښمن د ځپلو برخه کې د خپل وسله وال پوځ خوا کې ولاړ دي او هر راز قربانۍ ته چمتو دي.

په ورته وخت کې د ملي امنیت شورا سلاکار د جرګې استازو ته ډاډ ورکړی، چې د غزني د امنیت ټینګښت موضوع په جدي ‌‌‌‌‌‌ډول څارل کېږي او په دې برخه کې دفاع وزارت ته لازمې لارښونې شوې دي.

د ملي امنیت شورا سلاکار ښاغلي محب ویلي، چې د غوڅ ملاتړ ماموریت په مرسته به د دښمن د ځپلو لپاره هوايي او ځمکني عملیات روان وي.

نوموړي زیاته کړې، چې د  غزني د امنیت تامین اړوند به د خلکو وړاندیزونه عملي شي او امنیتي او دفاعي ځواکونو په هر ډول شرایطو کې له خپلو خلکو دفاع وکړي.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر محب د امنیت ټینګښت برخه کې د خلکو ون‌‌‌‌‌‌ډې ته په اشارې ټینګار وکړ، چې د خلکو او حکومت په مرسته به د افغانستان د خلکو دښمنان هېڅکله ونه توانېږي، چې خپلو غوښتنو ته ورسېږي او په وار وار یې ماته خوړلې ده.

کندهار څانګه