fbpx

 ولسمشر داود خان ژوندی دی!

لیکوال : بریالی روان

څه وخت وړاندې د یوې لیدنې لپاره تاریخي ارګ ته داخل شوم، نورو ملګرو مې ملتیا کوله دغه لیدنه کاري وه او د یو مهم هدف د ترلاسه کولو لپاره ترسره شوه.

ارګ یو عادي ځای نه دی، بلکې  یو داسې تاریخي ځای دی چې د هر دیوال په لیدو یې لیدونکو ته د تیرو پاچاهانو او ولسمشرانو انځورونه، کیسې او تاریخ سترګو ته دریږي، په کومه اندازه چې لوی دیوالونه او دروازې لري، په هماغه اندازه حیرانونکې کيسې او نښې هم لري.

ارګ د عبدالرحمن خان د واکمنۍ پرمهال جوړ شوی، ظاهر شاه په کې څلوېښت کاله پاچاهي کړې او سردار محمد داود خان په کې شهید شوی دی. سردار محمد داود خان یو داسې ملي مشر وو چې د خاورې او وطن سره یې ملي عشق درلود او د دې وطن د ابادۍ او انکشاف لپاره یې ځانګړی لید لوری او پلان درلود.

ما د یو عادي افغان په حیث د هېواد ډیرو سیمو او ولایتونو ته سفرونه کړي، د هرې سیمې په اړه چې د سیمې د اوسیدونکو څخه معلومات غواړې، خلک دا خبره حتمي کوي چې دلته شهید داود خان د یو لوی بند او یا یوې بلې سترې پروژې د تطبیق پلان درلود. ارګ کې د لیدنې ځای ته روان وم او همدا خبره مې سر کې ګرځیده چې خلک یې د شهید سردار محمد داود خان په اړه کوي.

د ارګ دیوالونه ډیرې داسې تاریخي کیسې لري چې د تاریخ په پاڼو کې هم نه لیدل کیږي، مګر هغه څه چې اوس د نوي افغانستان زیری ورکوي، هغه دا ده چې ارګ ځوان شوی، نوی شوی، ولسي شوی او هر څوک په کې خپل ځان ګوري.

د قدرت، سیاست، رهبریت او خدمت په دې تاریخي مرکز کې اوس یو سپین ږیری ولسمشر کار کوي، یو داسې شخص چې د علمي اړخه په سیمه کې بل داسې ولسمشر نشته او د کار له اړخه داسې ځوان نشته چې نوموړي سره سیالي وکړي.

څرګنده ده چې ولسمشر غني ته په سختو شرایطو او بحران کې د هېواد د رهبريت چارې وسپارل شوې، نړیوالې مرستې بندې شوې، امنیتي مسوولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شول، جګړې شدت درلود، ادارې د جنګ سالارانو په شخصي کورونو بدلې شوې وې، د فساد جرړې ډیرې ژورې وې او ګڼ شمیر داسې ننګونې موجودې وې چې کنترول یې قوي ارادې او ملي رهبرۍ ته اړتیا درلوده.

ولسمشر غني په خپله کاري دوره کې ستر کارونه پیل کړل او ځینې داسې بنسټونه یې کېښودل چې ساتنه او ملاتړ یې کولی شي افغانستان ته نوي او د پام وړ پرمختګونه په برخه کړي.

ولسمشر غني وایي: ((خبره دا نه ده چې څه راته په میراث را ورسیدل، تاریخ به دا قضاوت کوي چې موږ دا میراث څنګه بدل کړ او په هر قیمت چې کېږي دغه میراث به په ښه میراث بدلوو، کله چې مونږ له دې ځایه ځو، دا میراث به سم میراث وي.))

ولسمشر غني د نړۍ تر ټولو سخته دنده مخ ته وړي، ځکه چې د ډیرو سختو مقاومتونو، سیاسي مخالفتونو او کړکیچونو سره مخ دی، مګر د دې باوجود یې هم د خپلې ملي ارادې او هدف پر بنسټ ډیر مثبت بدلونونه رامنځته کړي دي.

ولسمشر په خپل منطقي قاطعیت او جدیت سره ډیری هغه کسان چې د کورنیو او جنګ سالارۍ په وېش کې ورته ادارې رسیدلې وې له دندو ګوښه کړل، ډیری هغه ځوانان یې پر دندو وګمارل چې لوړې زده کړې لري، او له جګړې څخه بشپړ یو پاک نسل دی.

نوموړي د یو شمیر داسې بنسټیزو پروژو چارې پیل کړې چې تطبیق یې ملي، سیمه ییزه او نړیوالې ګټې لري چې په دې تړاو د هېواد هر وګړی بشپړ معلومات لري.

د ولسمشر غني په دې کاري دوره کې د ۱۶ بندونو د ډیزاین او ساختمان کار، د ۱۶ بندونو ممکنه مطالعه، د کوچنیو، منځنیو او لویو ۴۰ بندونو مطالعه او ډیزاین پیل شوی دی او د هېواد په کچه د سلما لوی بند ګټې اخیستنې ته سپارل شوی، هغه بند چې شهید سردار داود خان یې د جوړیدو ارمان  او پلان درلود، ولسمشر غني د یاد بند د پرانیستې پر مهال د شهید سردار محمد داود خان روح ته دعا وکړه او ویې ویل: د شهید سردار محمد داود خان روح ژوندی دی، غواړم په خپله دوهمه کاري دوره کې د سردار داود خان ډیر ارمانونه پوره کړم.

همدا راز نوموړي په هېواد کې د امن او سولې د ټینګښت په موخه د سیمې او نړۍ په کچه د افغانستان په ملاتړ لویه اجماع رامنځته کړه، د سیمې او نړۍ هېوادونو ته یې دا قناعت ورکړ چې افغان ملت یو یو متمدن ملت دی، ټوله نړۍ کې سوله غواړي او په هیڅ صورت د ترهګرو ملاتړ نه کوي. او پر نړۍ یې غږ وکړ چې د ترهګرۍ اصلي ځالې له منځه یوسي. په هېواد کې د تل پاتې سولې د ټینګښت په خاطر یې د اسلامي حزب سره سوله وکړه او یوه لویه جنګي ډله یې د سولې له بهیر سره یو ځای کړه.

په دې وروستیو کې نوموړي له افغانستان څخه چین ته د هوايي دهلیز په وصل کیدو سره د لومړي ځل لپاره د جلغوزیو د صادراتو لړۍ هم پیل کړه چې د نوموړي دغه کار د مملکت د اقتصادي ودې لپاره یو ستر اقدام بلل کیږي، په دې سره به پکتیکا، پکتیا، خوست، لغمان، کونړ او د هېواد نور ولایتونه په تجارتي او اقتصادي لحاظ وده وکړي او د جلغوزیو له تولیداتو به یې د چین تر میلیارد زیات وګړي استفاده وکړي.

هره برخه کې پرمختګونه پیل شوي، مګر لا هم یو شمیر داسې ننګونې شته چې حل او هواری یې  وخت ته اړتیا لري، د افغانستان دغه ۶۷ کلن ولسمشر په وروستیو کې د هېواد پر وګړو غږ کړی چې دوهم ځل هم پرې اعتماد وکړي، تر څو خپل ایښودل شوي بنسټونه تکمیل کړي، تر څو د غازي امان الله خان او سردار محمد داود خان ډیر ارمانونه پوره کړي.

د عامو وګړو دا یوه خبره واقعیت دی چې ولسمشر غني پر هېواد مین ولسمشر دی، غني فکر، ملي اراده او ژوره پوهه لري خو له بده مرغه داسې خلک یې پر وړاندې خنډونه ایجادوي چې پر نومونو او کړنو یې بشري تاریخ شرمیږي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــ

هره ليکنه د ليکوال خپل نظر دى، لازمه نه ده چې د خبريال اداره دې ورسره همغږې وي. تاسې هم کولاى شئ چې موږ ته مو خپلې ليکنې د خپراوي لپاره راولېږئ. زموږ برېښناليک: khabarialweb@gmail.com

Loading...