fbpx

اروزګان کې ۱۷ وسله وال وژل شوي

افغان ګډو ځواکونو د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کي ۲۲ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ۲۰۵ اتل قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې چې دغه عملیات په تیرو ۲۴ ساعتونو کي د افغان پلي او هوايي ځواکونو له لوري تر سره شوي چي پر مهال يې د سرخوم او سپین مسجد سیمو کي ۱۷ وسله وال وژل شوي او ۵ نور ژوبل دي.

په یادو سمیو کي وسلوالو طالبانو مرکزونه هم درلودل چي د هوايې بمباریو په پایله کي له منځه وړل شوي دي.

په یادو عملیاتو کي افغان امنیتي ځواکونو ۵ کړۍ د وسایطو ضد ماینونه هم کشف او له منځه وړي.

کندهارڅانګه