fbpx

دکندوز د ترانسپورټ ریاست عواید ۴۴ سلنه لوړ شوي

د کندوز د ترانسپورت رياست چارواکي وايي چې د سږ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې يې د تېر کال په پرتله د عوايدو کچه ٤٤ سلنه لوړه شوې ده.

د کندوز د ترانسپورت رييس سيد جواد جلالي رسنیو ته وويل چې د تېر کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د دوى د عوايدو کچه اته ميليونه افغانۍ وه، خو د سږ کال په لومړيو شپږ مياشتو کې بيا دغه اندازه ١٣ ميليونه افغانيو ته لوړه شوې ده.

جلالي وويل چې له اداري فساد سره مبارزه، د مسلکي کسانو ګومارل او د مراجعينو چارو ته پر وخت رسېدنه د دې لامل شوه چې د عوايدو کچه لوړه شي.

په ورته وخت کې د کندوز د ولايتي شورا غړى توريال کاکړ وايي چې د دغه ولايت په ادارو کې له اداري فساد سره اړينه مبارزه نه کيږي.

خو د کندوز د والي وياند عصمت الله مرادي وایي چې د دغه ولايت رهبري له اداري فساد سره جدي مبارزه کوي.

مرادي وايې چې پر اداري فساد ککړ کسان به له دندو ګوښه شي څو د کندوز د عايداتي ادارو د عوايدو کچه نوره هم لوړه شي.

د يادونې ده، کندوز د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې دى چې په تېرو درېيو کلونو کې يې دوه ځلې سقوط کړى دى.

 کندهار څانګه