fbpx

غزني ته تازه دمي سرتېري رسېدلي

د پوځ لوی درستیز ستر جنرال شریف یفتلي وویل، د ارزګان خاص ارزګان او مالستان ولسوالیو ته د کومانډو، ملي امنیت او د پولیسو ځانګړې قطعې لسګونه سرتېري رسېدلي دي.
د یفتلي په وینا، د ارزګان خاص ارزګان او مالستان کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده او مخالفین د تېښتې په حال کې دي.
د پوځ لوی درستیز وویل، چې له کابل څخه یې د غزني جاغوري ولسوالۍ ته تازه دمی ځواک لېږلی دی او وسله وال طالبان یې د ولسوالۍ له ودانۍ ۵ کیلو مټره په شا کړي دي.
د هغه په خبره، د خرابې هوا له امله جاغوري او مالستان ولسوالیو کې هوايي بریدونه ځنډېدلي و، چې نن سهار د هوا په پاکېدو سره، جاغوري کې د طالبانو مهم مرکزونه په نښه شوي، چې دغې ډلې ته یې زیات تلفات اړولي دي.
هغه ټینګار وکړ، چې په جاغوري او مالستان ولسوالیو کې عام خلک له خپلو سیمو دفاع لپاره چمتو شوي او له خلکو سره د وسلو د مرستو په موخه د پوځ چورلکې سیمې ته ور روانې شوې دي

کندهار څانګه