fbpx

خلیلزاد او دوستم د ټاکنو په اړه خبرې وکړې

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد د افغانستان د ولسمشر له لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره وکتل.

د ولسمشر لومړی مرستیال له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو غاړو د هېواد د امنیتي او سیاسي حالاتو، د ولسي جرګې ټاکنې او د ولسمشریزو ټاکنو په اړه بحث او خبرې وکړې.

جنرال دوستم ویلي، چې د سولې په بهیر کې باید سیاسي ګوندونو او شخصیتونو هم ونډه ورکړل شي، لکه عبدالستار سیرت چې د نړیوالي ټولنې او د افغانانو په منځ کې ځانګړی ځای لري او د اعتماد وړ شخص دی.

جنرال دوستم او ښاغلي خلیلزاد د ولسي جرګې د ټاکنو بهیر پر روڼتیا ټینګار هم وکړ او زیاته یې کړه چې تقلبي او پاکې رایې باید له یو بل څخه بیلي شي.

د ولسمشر لومړی مرستیال د دفتر له مخې، په دغه کتنه کې دواړو غاړو د ولسمشریزو ټاکنو په اړه هم خبرې وکړې او وې ویل چې ټاکنې باید په رڼې توګه ترسره شي ترڅو راتلونکي نظام به خلکو او ټولو سیاسي ګوندونو ته د منلو وړ وي.