fbpx

چارواکي:زابل کې وسله والو او پوليسو ته مرګژوبله اوښتي.

د زابل ولايت امنيتي چارواکي وايي ددغه ولايت په ميزان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتي شوي دي چې پرمهال يي دواړو لورو ته مرګژوبله اوښتي.

د زابل امنيه قوماندان مصطفی مايار خبريال ډاټ کام ته وويل چې وسله والو طالبانو غوښته څو د دغه ولايت په ميزان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر ميشتو امنيتي پوستو بريدونه وکړي خو په ځوابي بريدونو کې ۴ وسله وال وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

د مايار په وينا چې د نښتو پرمهال يو ملي پوليس هم وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي.

هغه وايي په سيمه کې اوس هم د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ  جګړه روانه ده.

وسله والو طالبانو تردامهاله ددغو څرګندونو په تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي

خبريال:احسان الله ولسمل