fbpx

تازه جزيات؛ د کابل په ځانمرګي برید کې (۲۶) کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې

د کورنیو چارو وزارت وايي، چاودنه د کابل ښار د دویمې امنیتي حوزې په سیمه کې  استقلال لېسې ته څېرمه شوې، چې له امله یې د ملکي وګړو په ګډون (۶) کسان وژل شوي او (۲۰) نور ټپیان دي، چې په ټپيانو کې درې يې امنيتي ځواکونه او پاتې نور ملکيان دي.

امنیتي مسولین زیاتوي، بریدګر پلی روان و او هڅه يې کوله، چې له امنیتي کمربنده واوړي او په دې سیمه کې لاریون کوونکو ته ځان ورسوي، خو زیاتوي چې بریدګر موخې ته تر رسیدو وړاندې ځانته چاودنه ورکړې ده.

کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي په وژل شوو کې (۳) مېرمنې، دوه نارینه ملکیان او یو نظامي ‌کس شامل دی.

ولسمشر غني برید غندلی او ویلي یې دي چې تررویستان د دغه ډول جنایتونوپه ترسره کولو سره نه یوازې خپلو شومو موخو ته نه رسېږي، بلکې د خپل ځان په اړه د خلکو کرکه او نفرت لا زیاتوي.

د کابل ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند استقلال لېسې ته څېرمه په داسې حال کې ځانمرګی برید رامنځ ته کېږي، چې په پښتونستان واټ کې یو شمېر کسانو په غزني ولایت کې د ناامنۍ د درېدو په موخه پر لاریون لاس پورې کړی و.