fbpx

کابل ښاریان د لارو تړل کېدو له سختو ستونزو سره مخ کړي وو

په پلازمېنه کابل کې د دوشنبې ورځې لاریون کابل ښاریانو ته ستونزې راوزېږولې او د ښار ډېری واټونه د ترافیکو پرمخ تړلي وو.

یو شمېر کابل ښاریان چې د لاریونونو له امله له سختو ستونزو سره مخ شوي وایي، حکومت او لاریون کوونکي دواړه شخصي ګټې پالي او نورو خلکو ته ستونزې پیدا کوي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي هم د دا ډول لاریونو سره مخالفت ښيي او زیاتوي چې یو شمېر کړۍ غواړي د هېواد له امینتي وضعیته سیاسي باج واخلي.

دوی زیاتوي حکومت دې نه یوازې د یوې سیمې په وینا یې د ټول هيواد د امنیت لپاره دې مهم ګامونه واخلي.

لاريون د سلګونو کسانو له لوري د غزني ولایت په مالستان او جاغوري ولسوالیو د طالبانو د ورستیو بریدونو په غبرګون کې و.

دوی ويل:  حکومت دې په دې ولسوالیو کې د مخالفینو د ځپلو لپاره ژر تر ژره پوځې عملیات پیل کړي.

ولسمشر غني د ټلیفون له لارې لاریونوالو ته ډاډ ورکړ چې غزنې مالستان او جاغوري به د طالبانو له بریدونو وژغوي.

بل پلو د ملي دفاع وزارت ویلي چې غزني ته یې ځانګړي ځواکونه استولي او ټینګار کوي چې هلته به د طالبانو بریدونه په شاه وتمبوي.

د دغه لاريون له امله له تېرې شپې راهيسې د کابل ښار مرکزي سيمو ته غځېدلې لارې د ترافيکو پر مخ تړل شوې وې او د لارو دغو بندوالي خلک له ستونزو سره مخ کړي وو.

کابل کې یو شمېر ټکسي چلونکي هم سرګردانه وو، له غبرګونونو یې ښکارېده چې له کار کولو پاتې شوي دي.

د ولسي جرګې غړي د دا ډول لاریونو رامنځته کول د سیاسي باج اخیستو لپاره بولي او زیاتوی چې حکومت دې د ټول افغانستان لپاره اقدامات په پام کې ونیسي.

لاريون کوونکو د يو پرېکړه ليک په صادرولو سره خپلې غوښتنې په ډاګه کړې.

د ولسمشر له خوا په يادو ولسواليو کې د دولت د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د هوايي بريدنو د فرمان ورکول، د دغو ولسواليو له جګړو ځپلو سره اړينې مرستې او هلته د نورو امنيتي ځواکونو ځاى پر ځاى کول مهمه غوښتنې دي.