fbpx

د چټک توپ اچوونکو د موندنې پروګرام درېيم پړاو پیل شو

د چټک توپ اچوونکو موندنې پروګرام کې (۱۸) چټک توپ اچوونکو د دغې لړۍ درېیم پړاو ته لاره موندلې ده.

نن کابل کې د دوی د فزیکي پیاوړتیا او د توپ اچونې مهارتونو لوړولو په موخه لس ورځنی تمریناتي کمپ پیل شو. د دغې لړۍ د لومړي پړاو ازموینه او ارزونه د هېواد د ټولو زونونو په کچه د لوبې د پراختیا څانګې له لوري اخیستل شوې وه چې د ګډون کوونکو له ډلې یې (۶۶) غوره لوبغاړي د دویم پړاو لپاره ټاکل شوي وو.

د دریم پړاو په پای کې به غوره لوبغاړي د ظرفیت لوړولو په موخه له هېواده بهر واستول شي.

د یادولو ده چی نن د کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکو حمید حسن او دولت ځدراڼ له لوري يادو لوبغاړو ته روزنه ورکړل شوه.