The news is by your side.

جمعیت ګوند وروستۍ سلګۍ وهي، ساه یې خېژي

خبریال وېبپاڼه/ که څه هم په افغانستان کې د مجاهدینو په نوم د پخوانیو ټوپکیانو دورې له پای ته رسېدو وروسته په افغانستان کې اکثریت ګوندونو او په ځانګړي ډول جمعیت خپل باور او اهمیت له لاسه ورکړ او زوال یې پيل شو، خو د بُن کنفرانس بیا جمعیتیانو ته یو څه په ګټه تمام شو او لږ و ډېر باور یې پيدا کړ.

پسې کله چې بیا د ملي یووالي حکومت جوړ شو او د افغانستان پر وړاندې د امریکا تګلاره هم بدله شوه او هڅه یې کوله چې حکومت د اکثریت مدیریت ته وسپاري تر څو په هېواد کې سیاسي او ملي اجماع رامنځته شي، ځکه مخکې داسې و چې اقلیتونو ځانته ترجیع ورکوله او ځانونه یې د وطن مالکان بلل.

د ملي یووالي حکومت له رامنځته کېدو سره سم جمعیت او نور ګوندونو سخت وځپل شول، ولسمشر غني خپل سیاسي مخالفین یو په بل پسې  له سیاسي ډګره څنډې ته کړل او میدان یې ځانته خالي کړ.

د جمعیت د رهبري شورا غړیو یو په بل پسې جلا ګوندونه او ډلې ځانته جوړې کړې، عبدالله عبدالله، نظار شورا او نورو جمعیتیانو د هیلې او بدلون، امرالله صالح د روند سبز، یونس قانوني د افغانستان نوین، احمدضیا مسعود د جبهه ملي، اسماعیل خان د شوار مجاهدین، احمدضیا مسعود د بنیاد احمدشاه مسعود په نوم ډلې جوړې کړې او جمعیت عطامحمد نور او صلاح الدین رباني ته پاتې شو.

اوس بیا تازه د دوی ترمنځ ډېر ژور اختلافات رامنځته شوي دي او ښايي چې نور همدا د جمعیت ګوند وروستۍ سلګۍ وي او بېخي پسې له منځه ولاړ شي، خو تر ټولو بده لا دا چې دوی د خپلو خلکو په خاطر اختلافات نه لري، د ملي ګټو په اړه د نظر اختلافات لري؛ د سولې په خبرو کې د واحد دریځ، د سیمه ییزې اجماع او همداشان راتلونکي نظام کې د یاد ګوند په دریځ دوی نه سره جوړېږي.

د جمعیت اسلامي ګوند رهبري ته نږدې سرچېنې وایي، چې د یاد ګوند ډلې د ځېنو مهمو مسائلو په اړه معلوم او واحد دریځ نه لري او ښایي، چې یاد مخالفتونه د ګوند د پاشلو سبب وګرځي.

په ټوله کې کلونه کېږي چې جمعیت په څوو برخو وېشل شوی دی او د یو ګوند تر چتر لاندې راټولول یې هم ستونزمن کار دی او داسې ښکاري چې همدا یې وروستۍ سلګۍ دي او جمعیت خپله ټوله روحیه له لاسه ورکړې ده.

که څه هم په اوسنیو شرایطو کې د جمعیت ګوند ترمنځ د نظر د یووالي رامنځته کول ستونزمن کار دی، خو هغوی په ظاهره هڅه کوي چې سیاسي  توحید رامنځته کړي او د جمعیت د پلویانو روحیه بېرته ژوندۍ شي، چې دا کار ډېر ستونزمن دی.

دغه ګوند په افغانستان کې بنسټپاله حزب ګڼل کېږي، چې د غلام محمد نیازي، سید محمد موسی توانا، وفي الله سمیعي، محمد فاضل، عبدالعزیز فروغ، سید احمد ترجمان، برهان الدین رباني په نومونو د مصر د اخوان المسلمین فکر او د دغه هېواد د الازهر پوهنتون له فارغینو جوړ شوی دی.

جمعیت ګوند په ۱۳۳۶ کال کې د کابل پوهنتون په شرعیاتو پوهنځي کې «نهضت جوانان مسلمان» په نوم جوړ شو، چې په ۱۳۵۱ کال کې د غلام محمد نیازي په استعفا سره، مشري یې برهان الدین رباني ته ورسېده.

جمعیت د استاد رباني له مړینې وروسته په دې ونه توانېده داسې مشر پیدا کړي څو له یو خوا ښه مدیر وي او له بلې خوا د جمعیت ګوند غړو ته د منلو وړ وي او همداشان وکولای شي هغه جمیعت چې د طالبانو له سقوط وروسته یې خپل منظم تشکیلات له لاسه ورکړي وو، هغه بیا سره منظم کړي، همدا ده چې نن دغه ګوند وروستۍ سلګۍ وهي.

لیکوال: هادي مخلص

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.