fbpx

امریکا د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو په اړه غور کوي

د راپورونو له مخې د امریکا حکومت په دې غور کوي چې ایا د افغانستان په حکومت د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ځنډولو لپاره فشار واچوي او کنه.

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د نومبر په ١١ په یوې مقالې کې لیکي چې د ولسمشر ټرمپ اداره د افغانستان په حکومت د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ځنډولو لپاره د فشار په راوستلو غور کوي.

د وال سټریټ ژورنال لیکي چې د امریکا حکومت دغه څرگندونې د افغانستان په اړه په یوې غونډې کې کړې دي او د غونډې گډون کونکو د والسټریټ ژورنال سره شریکې کړي.

دغه راپور پداسې وخت کې خپور شویدی چې د امریکا حکومت کوښښ کوي طالبان د افغانستان د سولې د پروسې په خبرو کې شامل کړي.

ورځپاڼه زیاتوي چې د امریکا د حکومت دغه وروستۍ څرگندونې د دې شاهدي ورکوي چې ولسمشر ټرمپ ژر تر ژره د افغانستان د مسلې د حل لاره لټوي.

ورځپاڼه زیاتوي د امریکا د حکومت د دغو کوښښونو د لړۍ نه یې یوه د افغانستان او عراق لپاره د امریکا د پخواني سفیر زلمي خلیلزاد د افغانستان لپاره د خاص مشاور په توگه ټاکل و.

زلمی خلیلزاد چې په وروستیو کې یې افغانستان او پاکستان ته سفرونه کړیدي، په جگړې کې د ښکیلو مختلفو خواو سره خبرې کوي.

ورځپاڼه لیکي چې داسي بریښي د افغانستان ولسمشر اشرف غني به د انتخاباتو د ځنډولو سره موافق نه شي ځکه هغه غواړي چې د خپلې ولسمشرۍ موده د نورو پنځو کلونو لپاره وغځوي.

د افغانستان ولسمشر اعلان کړیدی چې د اپریل په میاشت کې به د ولسمشرۍ انتخابات وشي.

ورځپاڼه د امریکا د یوې پخوانۍ ډپلوماتې رابن رافیل له قوله لیکي “خلیلزاد بیړه کوي.” خو وایي چې کله زلمي خلیلزاد دغه وړاندیز په کابل کې وکړ نو د ولسمشر غني او د ملگرو لخوا یې مخالفت وشو.

ورځپاڼه په غونډې کې د یو گډونکونکې له قوله چې نوم یې ندی ظاهر شوی، لیکي زلمی خلیلزاد به راتلونکي اونۍ قطر او دوبۍ ته سفر کوي او هلته به د طالب مشرانو سره وویني.

Loading...