fbpx

ارګ د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډ په اړه غبرګون وښود

د ولسمشرۍ مانې یا ارک وايي چې د هیچا په ِغوښتنه به ټاکنې ونه ځنډول شي.

د افغان ولسمشر ستر سلاکار فضل محمود فضلي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، افغان حکومت د دې ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دی:

نوموړي لیکلي افغانستان یو جمهوري هېواد دی:

“دلته د اساسي قانونو له مخې واک لېږدول کېږي. موږ ته بل هېڅ هغه وړاندیز د منلو نه دی چې د افغانستان له اساسي قانونو سره ټکر کې وي”.

ارګ دا اعلان وروسته له هغه کوي چې امریکایۍ ورځپاڼې وال سټريټ ژورنال وايي امريکا په دې غور کوي چې له افغان حکومت د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو د ځنډولو غوښتنه وکړي.

ورځپاڼې دا خبره د هغو سرچينو په وينا کړې چې د دغې موضوع په تړاو د شويو سلا مشورو په اړه ورته مالومات ورکړل شوي دي.

د ورځپاڼې په وينا ځينې امريکايي چارواکي ډارېږي چې له افغان ټاکنو سره په پرله پسې ډول مله ټگي برگي او اوږده سياسي ترينگلتيا د سولي هغه بهير شنډولی شي چې ښاغلى خليلزاد يې په پيلولو توانېدلى.

خو د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ټنیګار کوي چې  راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به پر خپل وخت تر سره کېږي او په هېڅ بیه به نه ځنډول کېږي.