fbpx

لغمان کې مېرمنو ته په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې برابرې شوي

د سیمه ییزه اورګانونو خپلواکه ادارې د جندر آمرې حمیده احمدي لغمان ته د سفر په ترڅ کې، د بشري سرچینو له رییس سرحدي ځواک سره په لیدنه کې، په مهمو دولتي بستونو کې د ښځو پر ګمارل کېدو ټینګار وکړ.

مېرمن حمیدې د بشري سرچینو له رییس څخه د هغې بریالۍ غونډې ترسره کېدو له امله هم مننه وکړه، چې د سیمه ییزه ادارې له لوري، د مرکز او ولسوالیو په کچه د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په موخه جوړه شوې وه.

هغې  وویل، په دغه ناسته کې ټولې هغه ستونزې او وړاندیزونه، چې د یو شمېر ښځو له لوري شریک شول، د ولایت رهبري دې د هغو د حل په موخه هڅې وکړي.

په ورته وخت کې، د لغمان د بشري سرچینو رییس سرحدي ځواک احمدي ته په هغه ولایت کې د جندر په پام کې نیولو، په ټولو دولتي او غیر دولتي ادارو کې مېرمنو ته د کاري فرصتونو رامنځته کولو، د هغوی د وړتیا لوړونې او نورو بېلابېلو برخو کې معلومات ورکړل.

ده وویل،سیمه ییزه اداره هڅه کوي، چې په مرکز او ولسوالیو کې مېرمنو ته په بېلابېلو برخو کې، اسانتیاوې برابرې او د دوی پروړاندې د تاوتریخوالي د پېښو کچه راټیټه کړي.