پاکستاني ملا له (۷۰۰) ښځو سره زنا کړې

پاکستان چې د پاکستانيانو په وينا د اسلام په نوم جوړ شوى دى، دومره ناروا کارونه پکې ترسره کېږي، چې په اورېدو يې د خلکو غوني ځيږ کېږي، په پاکستان کې تازه کارنامه چې ترسره شوې، هغه د کرنټ بابا په نوم يو پير ترسره کړى دى، چې ٧٠٠ ښځو سره يې زنا کړې ده.

ياد پير چې د پاکستان له يوه خصوصي ټلويزيون سره يې مرکه هم کړې ده، لمونځ يې نه دى ياد، کليمې يې نه دي يادې او آن تر دې پورې چې دومره معلومات هم نه لري چې کوم وخت څو رکاته لمونځ کېږي.

په پاکستان کې دا ډول جعلي پيران سخت زيات دي، چې وخت په وخت بربنډېږي، خو دا پېښه ځکه ډېره ناشنا ده، چې دې پير د ٧٠٠ ښځو سره زنا کړې ده.

د کرنټ بابا ويډيو چې تېره ورځ په ټولنيزو رسنيو خپره شوې ده، سختو زياتو خلکو کتلې ده، بلکې ځينو افغانانو خو دا هم ليکلي دي، چې کرنټ بابا د ملا لنډي ريکارډونه هم مات کړل، د ملا لنډي يو څو ويډيوګانې راوتې وې، چې له پرديو ښځو سره يې زنا کړې، خو کرنټ بابا بيا له ٧٠٠ ښځو سره زنا کړې.

پير کرنټ بابا ته به هغه ښځې ډېرې ورتلې، چې به يې اولاد نه کېده او بيا چې به کرنټ بابا هر څه غوښتل، په دغه ښځو باندې به يې کول. کرنټ بابا دا هم وايي، چې آن تر لس او دولس کلنو نجونو سره يې هم زنا کړې ده.