fbpx

یمن کې ۱۵۰ کسان وژل شوي دي

د راپورونو له مخې په یمن کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بندري ښار حدیده په جګړو کې لږ تر لږه ۱۵۰ کسان وژل شوي دي.

دا کسان په داسې حال کې وژل کېږي چې د یمن حکومت پلوي ځواکونه چې د سعودي په مشرۍ ایتلاف یې ملاتړ کوي، د حوثي یاغیانو پر وړاندې چې د ایران له ملاتړه برخه من دي، جګړه مخ ته وړي او هڅه کوي چې حدیده ښار له یاغیانو پاک کړي.

په ورته وخت کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر د سعودي له پاچا سره په یمن کې د جګړې پر پایته رسېدو خبرې کړې دي خو نتیجه یې لا مالومه نه ده.

دا په داسې حال کې ده چې وړاندې تر دې امریکا او فرانسې هم له سعودي غوښتي و چې په یمن کې دې نور روانه جګړه پای ته ورسوي.