fbpx

بلخ:د بیځايه شوه سره مرستي ترسره شوي.

 

په افغانستان  کې د ملګرو ملتونو ځانګړې ادارې وايي  په بلخ کې یې د جګړو او وچکالۍ له امله له بېځایه شوو کورنیو سره يي نقدي مرسته کړې ده.

دغه اداره وايي چې د نغدو پیسو ددغو مرستو پرمهال يي د شاخوا ۲۵۰۰ کورنيوته ۲سوه امريکايي ډالر مرسته کړي ده.

د نغدو پیسو ترلاسه کوونکي کورنۍ تر ډيره هغه کورنۍ دي چې له نورو لايتونو څخه بلخ ولايت ته ګډه شوي وي.

یو ان ایچ سي آر وايي کډوال کولی شي چې له دې مالي مرستې په استفادې د ژمي لپاره سونتوکي واخلي. دغه اداره وايي له کډوالو سره دا مرستې کافي نه دي خو دوی تر خپلې وسې پورې مرستې ور رسولې دي.

داپه داسي حال کې ده چې په دي ورستيو کې د هيواد په ډيرو سيمو کې يو شمير کورنۍ د جګړو او وچکالۍ له امله بیځايه شوي او لاهم ګڼو نورو مرستو ته اړتيا لري.

خبريال:احسان الله ولسمل