fbpx

په اروزګان کې ۲۵ وسله وال وژل شوي.

 

افغان چارواکي وايي د هوايي بريدونو پر مهال ددغه ولايت په مرکز ترينکوټ او چوره ولسوالۍ کې ۲۵ وسله وال وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.

په سويل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو څخه خبريال ډاټ کام ته په را ليږل شوي خبرپاڼه کې وويل شوي  چې افغان ځواکونو دغه هوايي بريدونو د تيره ۲۴ ساعتونو پرمهال د اروزګان په مرکز ترينکوټ اړوند خانقي،نچين ،چپه خاک،او د چوري ولسوالۍ په پوزه سيمه کې ترسره کړي دي،چې پرمهال يي د وسله والو ګڼ شمير وسلي او پټنځايونه هم لمنځه وړل شوي دي.

داروزګان په مرکز ترينکوټ،خانقي،نچين،چپه خاک او اړوند سيمو کې له تيري ورځي راهیسي افغان ځواکونو د بهرنيو ځواکونو په مرسته د وسله والو طالبانو د څپلو په موخه پراخ چاڼېز عمليات هم پیل کړي دي.

د افغان چارواکو ددغو څرګندونو،او پیل شوه عملياتو په تړاو تر دامهاله وسله والو طالبانو کومه تبصره نه ده کړي.

خبريال:احسان الله ولسمل