fbpx

د چین حکومت اویغور مسلمانان اسلام ته په سپکاوي مجبوروي

د چین حکومت اویغور مسلمانانو ته امر کړی چې د ډوډۍ خوړلو پر مهال د “بسم الله” پر ځای د “شي‌جین پینګ”  نوم واخلي.

د شین جیانګ یو اوسېدونکي سمرقند، په یو کمپ اوسیږي له امریکا ان پي آر راډیو سره د خبرو په مهال ویلي، چې دا کمپونه زندانونو ته ورته دي او مسلمانانو ته ویل کیږي چې د ډوډۍ خوړلو پر مهال د خدای د نوم پر ځای د چین د ولسمشر نوم واخلي.

د سمرقند په وینا په کمپونو کې مسلمانانو ته دا هم ښودل کیږي چې باید د چین پر ولسمشر درود ووايي او د کمونیست ګوند حماسي ترانه دې زمزمه کړي.

سمرقند زیاته وي د چین د انقلابي فرهنګ زده کول او بیا د دغو نورو زده کړو ازموینه ورکول په هغو “۱۲۶ درواغو” کې شامل دي چې په کمپونو کې اویغور مسلمانانو ته ښودل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د چین کې تر څار لاندې اویغورمسلماناتو ته امر کیږي چې هر ورځ “۱۲۶درواغ” تکرار کړي. د درواغو پدغه لست کې ځینې داسې دي: دین افیون دی، دین بد دی. باید په هېڅ مذهب باور ونکړئ.

د دغو جملو په بدل کې مسلمانانو ته دا ورښودل کیږي “پر کمونیست ګوند باور ولرئ. یوازې کمونیست ګوند تاسو روښانه راتلونکې ته سیخوي”.

د راپورونو په اساس د چین حکومت چې د اویغور بیتلون غوښتونکي ترهګر بولي “د بنسټپالنې ضد مبارزه” تر نامه لاندې یې د شین جیانګ په ایالت کې یې اویغور مسلمانانو ته شرایط سخت کړي دي.

د اویغور د کنګرې مشردولقون عیسی وايي چې د چین حکومت له تېر کال راهېسې د اویغور مسلمانانو په ډېرو مذهبي مراسمو او فعالیتونو بندیز لګولی دی او هېڅ مسلمان حکومتي ‌کار کوونکی نشي کولی چې روژه ونیسي‌ او یا دې جومات ته ولاړ شي.

عیسی په خبره که کوم مسلمان په پټه روژه هم ونیسي، حکومت یې په غرمه کې یې اړ کوي چې ډوډۍ وخوري او خپله روژه ماته کړي.

په یو تازه اقدام کې چارواکو د شین ژیانګ په ایالت کې “حلال محصول” پر ضد کمپاین پيل کړی دی. د چین څه باندې ۲۰ میلیون وګړي مسلمانان دي چې ډېر یې د شین ژیانګ په ایالت کې ژوند کوي او د نړۍ د نورو مسلمانانو په څېر حلال خواړه او حلالې غوښې خوري.

په ورته وخت کې د امریکا په ګډون کاناډا، فرانسې او جرمني د چین حکومت هڅولی دی چې د اویغور مسلمانانو لپاره جوړشوي کمپونه وتړي او د مسلمانانو ځپل دې هم بند کړي.