fbpx

نورستان کې د سولې لپاره د افغان مېرمنو غونډه جوړه شوه

د سولې لپاره د افغان ښځو ملي اجماع غونډه په نورستان ولایت کې ددې ولایت د والي، د لومړۍ مېرمنې سلاکارانو، د سولې عالي شورا ولایتي استازو، د نورستان ولایت د ښځو چارو ریاست سرپرستې رئیسې او ددې ولایت د ګڼ شمېر ښځو په ګډون ترسره شوه.
د غونډې په سر کې د نورستان د والي مرستیال ښاغلي محمد هاشم فیضي، د سولې په ټینګښت کې د ښځو ونډه د اسلام له نظره اړینه وبلله او د سوله‌ییز ژوند د فرهنګ په پلي کولو کې یې د یوې مور او ښوونکې په توګه د ښځو پر ونډې ټینګار وکړ.
د غونډې په دوام کې پنلېستانو د نورستان د ښځو له نظره د سولې مفهوم، د سولې په ټینګښت کې د ښځو ونډه او د سولې په ټینګښت کې په خنډونو خبرې وکړې.
د بحث په پای کې پنلېستانو د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل او غونډه د اعلامیې په لوستو سره پای ته ورسېده.