fbpx

په مالستان کې د لوی درستیز تر قوماندې لاندې عملیات پیلېږي

چارواکي خبر ورکوي چې په مالستان کې د درستیز جنرال محمد شریف یفتلي تر قوماندې لاندې به عملیات پیل شي.

د افغانستان د ملي اردو لوی درستیز جنرال محمد شریف یفتلي پرون په داسې حال کې د غزني مالستان ولسوالي ته ورسېد، چې طالبانو د دې ولسوالي د نیولو ادعا وکړه.

راپورونه وايي چې افغان امنیتي ځواکونه په مالستان ولسوالي کې د طالبانو پر ضد پراخې حملې ته ځان تیاروي.

په همدې حا کې له ۲۰۳ تندر قول اردو په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د غزني په یو شمېر سیمو کې یې پراخ عملیات پیل کړي دي.

بلخوا د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ادعا کوي چې د مالستان ولسوالي د نیولو په جګړه کې ۴۲ دولتي ځواکونه او ۲ طالبان وژل شوي دي.

خو د افغانستان حکومت تراوسه پورې د طالبانو لاس ته د مالستان د لوېدو ادعا تایید کړې نه ده.

حکومت ویلي چې مالستان او جاغوري ولسوالیو ته یې کومکي ځواکونه استولي دي.

طالبان وايي چې د جاغوري ولسوالي د نیولو لپاره هم جګړه روانه ده او د دې ولسوالۍ ځینې برخې یې نیولي دي.

د غزني په ولایتي شورا کې د جاغوري استازي وايي چې طالبان د جاغوري ولسوالۍ په پوله کې ځای پر ځای شوي او هڅه کوي چې یو وار بیا پر دې ولسوالۍ برید وکړي.

تردې مخکې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی و چې یوازې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو په جاغوري کې ۳۰ تنه کومانډو او ۵۰ ملي او سیمه‌ییز پولیس وژل شوي.

په مالستان ولسوالۍ کې هم په تېرو څو ورځو کې امنیتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو راپورونه ورکړل شوي، خو د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد ازادي راډیو ته وویل، درانه تلفات د حکومت مخالفو وسله‌والو ته اوښتي او د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې شمېره کمه ده.