fbpx

اروزګان کې د فوټبال سيالۍ پیل شوې

اروزګان کې د سولې تر نامه لاندې د فوټبال شل ورځنۍ لوبې د دغه ولايت د ښاروالۍ رياست له لوري پیل شوې.

مسوولين دغه ډول لوبې د ځوانانو په پرمختګ کې د پام وړ بولي او له ځوانانو غوښتنه کوي چې ورزش ته دوام ورکړي.

لوبغاړي يادو سياليو ته خوښ برېښي، خو غوښتنه کوي چې په اروزګان کې دې ورته د لوبو لپاره لوبغالی جوړ شي.

په جګړه ځپلي ولايت اروزګان کې د ترينکوټ د ښاروالۍ رياست لخوا څخه د سولې تر عنوان لاندې د فوټبال ټورنمينټ پیل شو.

مسوولين وايي: دغه لوبې چې د اتو فوټبال ټيمونو ترمنځ دي شل ورځې به دوام وکړي.

د ترينکوټ ښاروال انجنير نعمت الله بختيار زياتوي چې اروزګان يو جګړه ځپلی ولايت دی او دوی هڅه کوي څو د دغو لوبو په ترسره کولو سره د ځوانانو ترمنځ واټن راکم کړي او هغوی په خپل منځ کې د يووالي او ورورولۍ لاره غوره کړي.

نوموړی وايي: پلان لري څو د ځوانانو لپاره نور دغه ډول پرګرامونه هم پر لاره واچوي.

اروزګان کې د ولايت مقام مسوولين هم ورزش د سالمې روغتيا لپاره لازم بولي او له ځوانانو غوښتنه کوي چې ورزش ته مخه کړي.

د ولايت مرستيال والي عطاالله فضلي له لوبغاړو غوښتنه کوي چې  له نشه يي توکو مخ واړوي ورزش او زده کړو ته مخ کړي.

نوموړی په دغه ولايت کې د ورزشکارانو سره د هر راز همکاريو ډاډ ورکوي.

د يادونې وړه ده چې له دي وړاندي بیا په دغه ولايت کې د لوبغاړو لپاره د کرکټ يوه اکاډمي هم پرانیستل شوه او مسوولينو ويلي وو چې د يادې اکاډمۍ په جوړېدو سره به ددغه ولايت د کرکټ لوبغاړي مسلکي وروزل شي.

خبریال:احسان الله ولسمل