fbpx

فاروق وردګ او علي محمد خان اسلام آباد کې سره لیدلي

د افغانستان او پاکستان د پارلماني چارو وزیرانو د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر پراختیا او ځینو نورو مسایلو خبرې اترې کړي دي.

ډاکتر فاروق وردګ او علي محمد خان اسلام آباد کې سره لیدلي او خبرې يې کړې دي.

دواړو وزیرانو د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو پر پراختیا او سولې له پاره پر کارکولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې اړیکې باید پراخې کړای شي.

د پاکستان د پارلماني چارو وزیر علي محمد خان په خپلو خبرو کې ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې له پروسې بشپړ ملاتړ کوي او په ټوله سیمه کې د ثبات غوښتونکی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د پارلماني چارو وزیر زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو د پارلمانونو ترمنځ دې راشه ورشه ډېره شي.

نوموړي تینګار کړی، چې په دې توګه به د ولسونو ترمنځ اړیکې ټینګې، ستونزې کمې او تفاهمات به زیات شي.

کندهار څانګه