fbpx

لوګر کې یو پولیس خپلو ملګرو ته مرګ ژوبله اړولې

د لوګر ولایت مرکز اړوند سیمه کې یوه پولیس خپل ملګري تر برید لاندې راوستي ، چې له کبله یې یو شمېر پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د لوګر ولایت د پولیسو ویاند شاپور احمدزي رسنیو سره په خبرو وویل چې تېره شپه د لوګر مرکز اړوند( مټانیو) پوسته کې یوه پولیس په خپلو ملګرو ډزې کړې چې له کبله یې مرګ ژوبله اوښتې ، خو نوموړي د اوښتې مرګ ژوبلې دقیق شمېر په اړه څه و نه ویل ،نوموړی زیاتوي چې د پېښې د څېړنې په موخه یې یو ټیم سیمې ته لېږلی تر څو د پېښې جزیات روښانه کړي .

خو یوې سرچینې افغان اسلامیک اژانس ته ویلي دي ،چې په دې برید کې د پوستې ۳ پولیس وژل شوي او یو تن هم ټپي شوی دی .

سرچینه زیاتوي چې یاد بریدګر پولیس له طالبانو سره اړیکه لرله او په یاده پوسته باندې یې طالبانو ته هم د حملې زمینه برابره کړې ده . بریدګر له بریده وروسته له یو شمېروسلو سره طالبانو ته تللی دی .

طالبانو د یادې پېښې پړه منلې او زیاته کړې یې ده چې برید  کوونکی پولیس د دوی نفوذی کس و، چې په برید کې یې ۵ پولیس وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي ، د ذبیح الله مجاهد په وینا یاد کس له ځانه سره د یوې رنجر موټر په ګډون سپکې او درنې وسلې هم راوړې دي .

درې ورځې وړاندې هم په کندز ولایت کې یو پولیس په خپلو ملګرو برید وکړ چې خپلو دریو تنو ملګرو ته مرګ ژوبله واړوله.