The news is by your side.

د بایډن او پوتین جګړه/ امریکایان مرییان دي

خبریال ویبپاڼه/ د روسیې ولسمشر ویلادیمرپوتین په خپله تازه مرکه کې ویلي امریکا وژونکی دولت او د مرییتوب اوږد تاریخ لري هغه د بایډن څرکندونو ته په غبرګون کې دا ویلي

د امریکا ولسمشر جو بایډن په خپله وروستۍ مرکه کې  د روسیې ولسمشر ګواښلی چې په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې به د لاس وهنې پور پریکړي هغه پوتین یو وژونکی انسان معرفي کړی وو.

خو د بایډن دا څرګندونې بې ځوابه پاتې نه سوې او نن ورته پوتین غبرګون ښودلی او د امریکا دولت یې یو وژونکی دولت بللی هغه زیاته کړې امریکا پر چاپان د اټوم بم په غورځولو سره ثابته کړه چې یو وژونکی هېواد دی.

نوموړي په خپله تازه مرکه کې امریکا په مرييتوب تورنه کړې او ویلي  يې دي چې د مرییتوب تاریخ په لرلو سره يې پر چاپان اټوم بم اچولو له امله ځان وژونکی دولت معرفي کړ، ده دا هم ویلي یو څوک کومه خبره کوي ځان ته ګوته نیسي.

بایډن تر دې وړاندې هم له روسیې څخه ښه نیت نه درلود او د دې هېواد لپاره یې یوازي یوه فلمه غوښته ترڅو خپله غوسه پرې سړه کړي د امریکا ولسمشر جوبایډن په خپلو څرګندونو کې پوتین تورن کړی چې د امریکا په وروستیو ولسمشریزو ټاکنو کې يې لاس وهنه کړې او د هغه وخت برحاله ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بریالي کیدلو لپاره يې هڅه کړې وه، خو  پوتین د بایډن دا تورونه رد کړي او په مقابل کې امریکایان مرییان معرفي کړي.

په تیرو کلونو کې د امریکا او روسیې ترمنځ اړیکي نسبتا ښې وې خو د ولسمشر بایډن په راتګ سره د روسیې او امریکا د اړیکو د ترینګلتیا لړۍ پيل سوې او داسې ګمان کیږي چې  دا اړیکي به نورې هم خرابې سي.

لس کاله وړاندې بایډن او پوتین؟

لس کاله وړاندې پوتین د روسیې لومړی وزیر او بایډن د امریکا د ولسمشر لومړی مرستیال وو، هغوی د روسیې د کرملین په ماڼۍ کې یو له بل سره وکتل له هغه وروسته بایډن په یوه مرکه کې ویلي وو، پوتین ته مې وویل چې تاسو روح او وجدان نلرئ، بایډن په خپلو څرګندونو کې پوتین چې یوخت کي جي بي ته کار کاوه، د کي جي بي بدمعاش بللی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.