fbpx

د تېرې شپې په زلزله کې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېره شپه د افغانستان پر وخت ۱۲ بجې او دېرش دقیقې یوې زلزلې د کابل په ګډون یو شمېر ولایتونه ولړزول ، چې له کبله یې په بغلان ولایت کې د یوې کورنۍ شپږو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده .

د بغلان ولایت د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس نصیر احمد کهزار رسنیو سره په خبرو کې وویل ، د تېرې شپې په زلزله کې د بغلان ولایت په مرکز قشلاق سیمه کې یو کور نړېدلی چې له کبله یې درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي .

د نوموړي په خبره په مړیو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي ، د تېرې شپې زلې ټکانونه تیز چې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې یې خلک له خوبه را ویښ کړل.

یاده زلزله په هند او پاکستان کې محسوس شوې ده او د ریختر په کچه ۴.۹ درجې ثبت شوې ده ، د زلزلو د ثبت ادارو یې مرکز د هندوکش غرونه ښودلي او ۹ کیلومتره په ځمکه کې د لاندې وه .