fbpx

ولايتي شورا:اروزګان کې د افغان ځواکونو پوستو سقوط شوي

داروزګان په مرکز ترينکوټ کې تيره شپه د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کې د افغان ځواکونو دريو امنيتي پوستو سقوط کړي دي.

ددغه ولايت دولايتي شورا مسولين وايي چې تيره شپه ددغه ولايت په مرکز ترينکوټ اړوند پاي ناوی اوشاخوا سيمو پر ميشتو امنيتي پوستو وسله والو طالبانو بريدونه کړي چې پرمهال يي د افغان پوځ دريو پوستي سقوط کړي او سرتيرو ته مرګژوبله اوښتي خو دقيق شميره يي نسته.

ددغې شورا يو تن غړی محمدکريم کريمي  ددغه ولايت امنيتي وضيعت ته انديښمن دي او  وايي چې اروزګان کې امنيتي چارواکي تر خپل منځ رهبری نلري.

د ولايتي شورا غړی په دغه ولايت کې پر روانو عملياتو هم نيوکې کوي او وايي چې په اروزګان کې روان عمليات هيڅ لاس ته راوړنه نلري.

له دي سره په اروزګان کې د ولايتي روغتون مسولين هم وايي چې د جګړي له سيمي څخه ورته ۷ تنه پوليس ور وړل شوي چې ۶ يي ټپیان او ۱ تنه د جګړي پرمهال وژل شوي وه.

د ولايتي روغتون يو تن ډاکتر ضياالرحمن نيازي خبريال ډاټ کام ته وويل چې ولايتي روغتونه ته دغه سرتيري تيره شپه ور وړل شوي دي.

هڅه مو وکړه چې د تيري شپي د نښي په تړاو په اروزګان کې د افغان چارواکو نظر هم له ځان سره ولرو خو هغو يي تليفون ته ځواب نه وايي.

له دي سره وسله والو طالبانو هم په يوي خپره کړي خبرپاڼه کې ويلي چې تيره شپه يي ددغه ولايت د مرکز ترينکوټ اړوند پاي ناوی سيمه کې د افغان ځواکونه يوه قرارګاه او ۳ امنيتي پوستي سقوط کړي چې پرمهال يي ۳۱ سرتيري وژلي او ګڼ شمير نور يي ټپیان کړي دي.

 

خبريال احسان الله ولسمل