کور پاڼه / منځ پانګه / دافغان کرکټ له زیمبابوي ګټل شوې لوبه ستائل شوې

دافغان کرکټ له زیمبابوي ګټل شوې لوبه ستائل شوې

دافغان کرکټ پروني بریا چې له زېمبابوي څخه ګټل شوې دافغان لوبغاړو قابلیت نړۍ والو سپورټي ټولنوستائلی دی .

دافغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون جمعه د زېمبابوې د کرکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه چې دواړه لوبډلې په شارجه کې سره مخامخ شوې.

دا د افغانستان او زېمبابوې د کرکټ د لوبډلو ترمنځ د پنځوس اوره کرکټ سیالیو د لړۍ د پېل مسابقه وه.

دافغانستان کرکټ بورډ مسؤلین وايي چې پېل شوې لړۍ به د فبرورۍ تر نوولسمې روانه وي او دواړه خواوې څلورې نورې مسابقې لري.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د جون په میاشت کې د بنګله دېش له لوبډلې سره مسابقه لري.

د کرکټ ټرکر وېب پاڼه چې د کرکټ لوبې ته ځانګړې شوې، ویلي چې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د خرابوالي له امله به د افغانستان او بنګله دېش د لوبډلو مسابقه په متحده عربي اماراتو کې وي دا پرېکړه د افغانستان د کرکټ بورډ په غوښتنه شوې ده.

Loading...

بیا وګوره

امریکې افغانستان کې لښکرمشر بدل کړ

د امریکې پوځ افغانستان کې خپل لښکر مشر بدل کړ. دغه جنرال له ځانګړو روزل …

ولسمشر غني وايي ترهګر هېڅ دین ته ژمن نه دي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې …