fbpx

په فراه کې د وسله والو اوفغان ځواکونو ترمنځ نښتې

په لویدیځ کې د ملي پوځ ۲۰۷ ظفر قول اردو په یوي خبرپاڼه  کې ویلي، چې د ښار په څنډو او د خاک سفید او پشت رود ولسوالیو په خوست او برنکتوت کلیو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې شوي، چې په ترڅ کې یې ۹ وسله وال وژل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغو نښتو کې ۱۶ وسله وال ټپیان هم شوي دي او د هغوی دوه عرادې ګاډي هم لمنځه تللي دي.
په همدې حال کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو وایي، د غور ولایت د چهارسدې ولسوالی په مربوطاتو کې ۸ تنه وسله وال د هوایي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي او ۴ نور ټپيان شوي دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي

خبريال احسان الله ولسمل