fbpx

د پکتيا ديني عالمان سوله غواړي

د سولې په تړاو په مرکز ګردېز کې یو شمېر دیني علماوو له وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه، چې روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او په جنګ کې ښکېل اړخونه دې د سولې لار خپله کړي.

یاده غونډه کې د پکتیا سربېره د خوست او پکتیکا دیني عالمانو هم ګډون کړی و، چې د خبرو پر مهال یې د روانې جګړې پړه پر ګاونډیو هېوادونو ور واچوله.

په ګردېز کې د سويل ختيځ زون ګڼو ديني عالمانو او قومي مشرانو په یوه غونډه کې وويل چې سولې ته تر بل هر وخت ډېره زمينه برابره شوې او د وسله والو طالبانو مشرانو ته په کار ده چې د سولې خبرو پیل او جګړه پای ته ورسوي.

بل پلو بیا د پکتیا د سولې شورا ریيس جنت خان منګل د سولې خبرو د بریالي کېدو په برخه کې د دیني عالمانو ونډه مهمه وبلله او غوښتنه یې وکړه، چې دیني عالمان او مشران دې د سولې راوستو لپاره خپل غږ پورته کړي

اروزګان:څانګه