fbpx

طالبانو د هزاره افغانانو ډل وژني لړۍ پیل کړه

رپوټونه کاږي چې وسله وال طابان غواړي د هزاره افغانانو کدرونه او هغه سیمي تر خپل سخت اغیز لاندي راولي په کومو کې چې په تیرو څو کلونو کې نسبي امن وو او هلته ډير تعلیمي او تحصیلي مرکزونه فعال ول.

له دغو سیمو یوه یي هم د غزني د جاغوریو ولسوالي ده چیرته چې په غټ شمیر کې د لوړو زدکړو مرکزونه او نور بنسټونه شتون لري.

وسله والو طالبانو د رواني اونۍ په سر کې په جاغوریو او مالستان ولسوالیو ډلیز بریدونه وکړل.

دغو دوو ولسوالیو کې یو شمیر سیمی طالبانو لاندي کړي او ګڼ انسانان هم پکې وژل شوي دي.

د محمد علي په نامه د سیمي یوه اوسیدونکي خبریال ویب پآڼي ته د ټلیفون په کرښه وویل چې خلک له مالستان او جاغوریو په تیښته دي او هلته نه دارو درمل شته، نه خوراکي توکي او نه هم د سونګ توکي.

محمد علي وویل چې وسله والو طالبانو یو شمیر کورونه سوځولي او د یوه سیمیزو قوماندان په  ګډون یي ګڼ انسانان په رڼا ورځ په لارو کوڅو او کورونو کې بي پوښتني او ځوابه په مرمیو ویشتي او وژلي یي دي.

محمد علي دا هم وایي چې خلک د تیښتي لپآره ترانسپورتي وسایل نه لري او د موټرو کرایه هم ډيره لوړه شوي او حتی ځيني کورنۍ په څارویو له سیمي خپل وسایل باسي او خوندي سیمو ته په شا کیږي.

له غزني ولایت څخه را رسیدلي راپورونه کاږي چې نږدۍ لس زره کورنۍ له جاغوریو غزني ته کډه شوي او په سلګونو کورونه د برید کونکو له لوري سوځول شوي دي.

دغلته د مقاومت ځواکونو  لکه سیمیزو پولیسو او ملي پولیسو مهمات خطم شوي نو ځکه هغوي له ډیرو سیمو د تلفاتو په زغملو سربیره په شا تګ کړی دی.

میرویس جلالزی