fbpx

ننګرهار کې له ۶ سوه کورنیو سره مرسته وشوه

چارواکي په نازيانو کې پر بېوزله وګړو دري نوي نيم ټنه غنمو وويشلو خبر ورکوي.

د ننګرهار ولايت نازيانو ولسوالۍ کې پر شپږ سوه کورنيو دري نوي نيم ټنه غنم وويشل شول.

د نازیانو ولسوال صاحبزاده ګل طارق وويل، چې دغه غنم د دې سيمې په هغو خلکو چې مخالفين يې له سيمې ويستل شوي او ډير بېوزله و وويشل شول.

نوموړي وويل، چې له دې وړاندې هم د دې سيمو خلکو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې شوي دي.

ولسوال وويل، چې په نازیانو کې عمليات په کاميابۍ سره دوام لري او له مسئولينو يې وغوښتل، چې په پاکو شويو سيمو کې پر خلکو ته نورې اړينې مرستې هم وويشي.