fbpx

مومند او شينواري: طاهر داوړ آى ايس آى وژلى

د ډېورنډ کرغېړنې کرښې دې لوري ته د شينوارو او مومندو قومونو مشرانو ويلي دي، چې شهيد طاهر داوړ د پاکستان استخباراتو آى ايس آى وژلى دى او بيا يې د دوى په خاوره کې اچولى دى، نو دوى به د شهيد طاهر داوړ مړى هېڅ کله هم د پاکستان رياست، پوځ يا استخباراتو ته ونه سپاري، بلکې په ډېر درناوي سره به يې د زرګونو مشرانو په بدرګه د کرښې اخوا د مومندو او شينوارو مشرانو ته وسپاري.

دوى وايي، د پاکستان آى ايس آى يوې خواته پښتانه وژني، بل لوري ته بيا غواړي چې د پښتنو ترمنځ دښمني هم راپېدا کړي، چې دا يې يوه بېلګه وه. دوى وويل، اوس ټول پوهېدلي دي چې د پښتنو لومړنى دښمن د پاکستان استخبارات او پوځ دي او هېڅ کله به هم نور پښتانه دوکه نه شي.

د پاکستان د پارلمان غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر محسن داوړ هم له رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي، چې د دومره سخت امنيت پرته هم طاهر داوړ په اسلام اباد کې تښتول کېږي او مړى يې د ډېورنډ کرښې اخوا پېدا کېږي، په سوونو چيک پوسټونو نه ترهګر څنګه تېر شول؟

هغه وايي، چې طاهر داوړ چې هر چا وژلى دى، زموږ دعوه د پاکستان په رياست او پوځ ده، د طاهر داوړ قاتلين د پاکستان رياست او پوځ دى.

همدا راز د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين هم نن په ټول پاکستان کې د طاهر داوړ د وژنې پر ضد د احتجاجونو غږ کړى دى او نن به د پاکستان په ډېر شمېر ښارونو کې د پاکستان رياست او پوځ پر ضد پښتانه احتجاجونه ترسره کړي.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com