fbpx

د افغانانو قاتل په دردناک حالت کې د مرګ په بستر پروت دى

د افغانانو په پاکستان کې د پښتنو قاتل، د پاکستان پخوانى ولسمشر او د پاکستان د پوځ لوى درستيز پرويز مشرف په يوه دردناک حالت کې د مرګ په بستر پروت دى، خو مرګ هم ورته نه راځي.

د پاکستان د سترې محکمې په وينا، چې په يوه قضيه کې يې پرويز مشرف پاکستان ته غوښتى و، پرويز مشرف په يوه ويډيو کې وويل، چې په يوه مرګونې ناروغۍ اخته دى او همدا لامل دى چې په پاکستان کې سترې محکمې ته حاضر نه شو.

که څه هم په ياده ويډيو کې پرويز مشرف دا ونه ويل چې په کومه ناروغۍ اخته دى، خو دا يې وويل چې دا ناروغي په يو ميليون کسانو کې يواځې يوه کس ته لګي او څو کاله ډاکټران په دې هم نه پوهېدل چې ورته څه ناروغي ده، خو اوس يې يو ډاکټر ناروغي پېدا کړې ده او درملنه يې روانه ده.پروېز مشرف

دا هم ولولئ: پروېز مشرف په مرګونې ناروغۍ اېډز اخته دى

له يادې ويډيو وروسته پاکستاني رسنيو خبر ورکړ، چې پروېز مشرف د اېډز په ناروغۍ اخته دى او د مرګ په خوله کې پروت دى.

که څه هم پرويز مشرف په ويډيو کې ويلي و، چې درملنه يې روانه ده او ډاکټرانو هم ورته ويلي دي، چې ژر به ښه شي، خو اوس تازه معلومات دا خپاره شوي دي، چې پروېز مشرف د مرګ په بستر پروت دى او په ډېر دردناک حالت کې دى، خو مرګ هم ورته نه راځي.

پروېز مشرف چې نه يواځې د افغانستان په ورانولو کې يې لوى لاس درلود، بلکې په پاکستان کې تر ټولو زيات پښتانه هم پروېز مشرف وژلي و، همدا راز د لال مسجد يا سور جومات قاتل هم دى، چې په سوونو نجونه يې په اسلام اباد کې په دغه جومات کې ووژلې او په وياړ به يې ويل، چې لال مسجد يې فتح کړ. اوس خپل انجام ته ورروان دى، خو په داسې بد حالت کې پروت دى، چې مرګ هم ترې تښتېدلى دى.

دا هم ولولئ: پاکستان کې (د مېرمنو د تبادلې) پروګرامونه کېږي