fbpx

هند کې د دوو اونيو لپاره نړيوال سوداګريز نندارتون پرانيستل شو

د راپورونو په اساس پرون په هند کې نړیوال تجارتي نندارتون پرانستل شو، چې افغانستان په کې ۴۸ غرفرې لري.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، نندارتون کې له افغانستان اویا شرکتونو خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.

راپورونه وايي د هندوستان دغه کلنی نندارتون یو میلیون نندارچیان لري چې ۲ اونۍ به دوام وکړي.

دا نندارتون چارشنبې پرانستل شو او د نومبر میاشتې تر۲۷ مې به دوام وکړي.

خانجان الکوزي له نوي ډیلي رسنیو ته ویلي د هند ۳۸م نړیوال نندارتون کې ۲۱ هیوادونو ۲ زره او ۵ سوه غرفې ایښودل شوي چې ۴۸ غرفې پکې د افغانستان لپاره ځانګړې شوي دي.

نندارتون ته د سوداګرۍ او صنایعو خونې په مشرۍ افغان پانګوال ورغلي چې ډیره برخه یې ښځینه صنعت کارانې جوړوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي د نندارتون تنظیم کې د هندوستان سره د همکار هیواد رول درلود او لسګونو افغان شرکتونو ته یې  پکې د ګډون اوغرفو زمینه برابره کړې.

د هند نړیوال سوداګریز نندارتون هر کال داسې مهال جوړیږي چې د افغانستان تازه مېوو ترڅنګ د وچې مېوې د رسېدو موسم وي.

د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ خونې مرستیاله وایي د نوي ډیلي نندارتون ته یې ښځینه صنعتکارې او لاسي صنایع استولي دي.