fbpx

په ترافیکي پېښه کې ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په بغلان ولایت کې یوې ترافیکې پېښه کې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
تېره مازیګر د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د یوه غټ مسافر وړونکي موټر د ټکر په پېښه کې ۸ تنه مړه شوي او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي .
د بغلان ولایت د عامې روغتیا مرستیال عبدالحلیم غفاري رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي ، چې روغتون ۸ تنه مړي او ۸ نور ټپیان شوي دي .
د غفاري په وینا په مړیو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي ، په مړو شویو کې ېې درې تنه ماشومان هم شامل دي .
پېښه د ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکي او کرولا موټرو د ټکر له کبله رامنځته شوې ده.