fbpx

قومي مخور غواړي د طاهر داوړ جنازه په ننګرهار کې وکړي

د ننګرهار سلګونه قومي مشران،ځوانان،مدني فعالان،علمای کرام او عام وګړي په قبایلو او سرحدونو چارو ریاست کې را ټول دي او لا هم ډلې،ډلې خلک ور روان دي، دوی له ولایتي ادارې څخه غواړي چې د کوزې پښتونخوا د وژل شوي پښتون طاهر داوړ جسد دې ولایتي اداره د پاکستان حکومت پر ځای قومونو ته وسپاري.

دوی زياتوي د طاهر جنازه به د ننګرهار قومونه په عیدګاه جومات کې کوي، دوی له افغان حکومته غواړي چې د ننګرهار قومونو سره مرسته وکړي،ترڅو د پاکستان حکومت څخه وضاحت تر لاسه کړي،چې د اکتوبر پر اوومه په پاکستان کې له اسلام اباد څخه تښتول شوی پښتون طاهر داوړ ولې، څنګه او چا وژلی؟

قومي مخور زياتوي: دا په ټوله کې د پاکستان حکومت له لوري د پښتون وژنې او افغان حکومت د بدنامۍ په موخه یوه دسیسه ده، چې هېڅکله به هم په دې ډول کارونو کې بریالي نه شي.

طاهر داوړ په پاکستان کې د پوليسو افسر و او د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړی و، چې څو ورځې وړاندې په اسلام اباد کې وتختول شو او مړی يې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه وموندل شو.

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com