fbpx

د غزني ـ رشیدان سړک د رغولو چارې پیل شوې

د غزني ـ رشیدان ولسوالۍ د مواصلاتي لارې د رغولو چارې له خواجه عمري ولسوالۍ څخه پیل شوي.
د غزني ولایت مقام نه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د سړک د رغولو پر وړاندې امنیتي ګواښونه او ننګوني د رشیدان ولسوالۍ د دیني عالمانو، قومي مشرانو او ولسونو په همکارۍ حل شوي دي.
خبر پاڼه لیکي یاد سړک (۹) کیلومتره اوږدوالی لري، چې پر رغولو یې(۳۸) ملیونه (۹۵۴) زره(۳۷۰) افغانۍ لګښت راځي چې د ټولګټو چارو وزارت د کلیوالي لارو رغولو پروګرام لخوا ورکول کیږي.
سرچینه زیاته وي د دغه سړک دوهمه برخه بیا رشیدان ولسوالۍ له ناهور ولسوالۍ سره هم نښلوي، چې د دوهمي برخي(لات) د رغولو تدارکاتي چاري یې هم په جریان کې دي.