fbpx

چارواکي:داروزګان دهراوود کې ۱۸ وسله وال وژل شوي

 

افغان چارواکي وايي ددغه ولايت په هراوود ولسوالۍ کې د وسله والو طالبان او افغان ځواکونو ترمنځ پیل شوي جګړه پاي ته رسيدلۍ او پکښي ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي.

داروزګان د دهراوود ولسوالۍ امنيه قوماندان شاه محمد شاه ته وويل چې  وسله والو طالبانو له تېرو دريو ورځو راهیسي د هراوود ولسوالۍ پر ميشتو امنيتي پوستو بريدونه پیل کړي وه چې د افغان ځواکونو په ځوابي بريدونو کې ماته خوړي او پر شاه تمبول شوي دي.

دشاه په وینا چې په یاده جګړه کې دطالبان دڅلورو قوماندانو په ګډون ۱۸ تنه وسله وال طالبان وژل سوي او جسدونه يي هم له دوی سره دي.

دده په خبره چې امنیتي ځواکونه يي دطالبانو دبریدونو پروړاندي چمتو دي او هیڅ کله به طالبان وه نه سي کولای چي پرمختګ وکړي.

دا په داسي حال کي ده چي په دي ورستیو کي وسله والو طالبانو یوځل بیا په مرکز ترینکوټ او یوشمیر ولسوالیو کي خپلو بریدونو ته زور ورکړی او دواړه لورو ته درنه مرګژوبله هم اوړي.

وسله والو طالبانو تردامهاله ددغو څرګندونو په تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

اروزګان څانګه