fbpx

په فراه ولایت کې ۳۰ سرتیري وژل شوي دي

چارواکي وايي، په فراه ولایت کې د طالبانو په حمله کې ۳۰ سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو د فراه پر ښار، د بالابلوک او پشت کوه پر ولسوالیو بریدونه کړي له امله یې  ۳۰سمیه ایز پولیس یې وژلي دي.

 د فراه ولایتي شورا مرستیال شاه محمود نعیمي وايي چې طالبانو د بالابلوک ولسوالۍ په اب خرما سیمه کې د ملي اردو او پولیسو پر یوه کنډک ډله ییز برید کړی دی چې ۳۰ سرتېري يې وژلي دي.

 د نعیمي په وینا، په نورو بریدونو کې طالبانو ته درنه مرګه ژوبله اوښتې خو شمېر يې مالوم نه دی. ویل کېږي چې په دغه کنډک کې ۴۵ پولیس او د ملي اردو سرتېري ځای پر ځای وو چې د لومړنیو راپورونو له مخې، د ملي اردو ۱۵ سرتېري او له ۱۵ تر ۲۰ پولیس سرتېري وژل شوي دي.

بلخوا د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د بریدونو پخلی کوي او وايي چې تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې د اب خرما په سيمه کې د اردو او پولیسو کنډک ته د خپلو شپږو نفوذي کسانو په همکارۍ دننه شول او څه باندې ۳۰ امنیتي ځواکونه یې وژلي دي.