fbpx

محسن داوړ د طاهر داوړ د مړي وړو لپاره تورخم ته راروان دی

په ننګرهار کې د مومندو او شینوارو مخورو مشرانو د پرېکړې څخه وروسته، چې د پاکستان هېواد سفارت ته يې د شهید طاهر داوړ د مړي ورکولو څخه انکار وکړ، اوس د پاکستان د پارلمان غړی او د پښتون ژغورنې غورځنک مشر محسن داوړ د طاهر داوړ د مړي وړو لپاره تورخم ته راروان دی.

د ننګرهار مومندو او شینوارو مشرانو پرېکړه کړې وه، چې طاهر داوړ د پاکستان استخباراتو وژلی او بیا يې د دوی په سیمه کې د هغه مړی غورځولی، تر څو د پښتنو ترمنځ تربګني راپيدا کړي، نو دوی نه غواړي چې د طاهر داوړ مړی پاکستان ته وسپاري.

دوی وویل چې د طاهر داوړ جنازه به په ننګرهار کې کوي او بیا به يې د سوونو مشرانو په بدرګه د ډېورنډ کرښې هغه غاړې پښتنو ته سپاري.

اوس د طاهر داوړ د جسد وړلو لپاره محسن داوړ هم د یوې ډلې کسانو سره د تورخم په لور راروان شوی دی.

محسن داوړ د طاهر داوړ د وژنې په اړه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي و، چې هغه پاکستان وژلی دی او موږ به يې له پاکستانه ځواب غواړو.

یاده دې وي چې طاهر داوړ د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد څخه تښتول شوی و، چې مړی يې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه وموندل شو، پاکستان تور ولګاوه چې په افغانستان کې وژل شوی، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وايي، چې د پاکستان استخباراتو وژلی دی.