fbpx

دولت د افغانستان دښمنانو ته مډالونه ورکوي

افغان حکومت په کوزه پښتونخوا کې ځينو فرهنګيانو ته د غازي مير مسجدي خان مډالونه ورکړي دي، په يادو کسانو کې يو شخص د وحدت ورځپاڼې څښتن (پير سفيد شاه همدرد) دی، نوموړي ته د مډال ورکړې د ګڼو افغانانو غبرګونونه راپارولي او وايي چې ياده ورځپاڼه افغان دښمنه ورځپاڼه ده، حکومت تېروتنه کړې چې (پير سفيد شاه همدرد) ته يې مډال ورکړی، افغان ليکوالان زیاتوي چې د وحدت ورځپاڼې څښتن ته مډال ورکول افغان شهيدانو ته سپکاوی دی، ځکه همدغې ورځپاڼې به پاکستاني فوجيانو ته شهيد، خو شهيدو افغان ځواکونو ته به يې د (هلاک) کلمه کاروله.

افغان ژورنالېست او ليکوال ذبيح الله غازي د وحدت ورځپاڼې په اړه ليکي: ((اوه کاله مخکې، تازه تازه جلال اباد ته راغلی وم، له سلام وطندار را‌‌‌‌‌‌ډیو سره خبریال وم.

هغه وخت مشر ملګري عبد المعید هاشمي ختیځ کې له پژواک اژانس سره کار کاوه، دغه مهال پاکستانی وحدت اخبار جلال اباد کې ‌‌‌‌‌‌ډېر لاس په لاس کېده او تر ‌‌‌‌‌‌ډېره يې زموږ د وطن جګړه ییز انځور وړاندې کاوه، پاکستاني وژل شوې ملېشې او پوځي ته به یې د شهید، خو افغان پوځي ته به یې د هلاک کلیمه کاروله.

هاشمي صیب پر دغه موضوع راپور وکړ، افغان حکومت سمدستي دې پلو ته د اخبار ویشل بند کړل، زه شاهد یم چې هاشمي صیب ته له هغې غاړې په بېلابېلو نومونو زنګونه وهل کېدل او ګواښه یې، اوس خبر شوم چې افغان حکومت د وحدت اخبار مشر ته ایوار‌‌‌‌‌‌ډ ورکړی دی.))زاخېوال او ازمون

همدا شان ځينې افغان ليکوال بيا دا چاره افغان شهيدانو ته سپکاوی بولي او وايي چې ولسمشر نه د وحدت ورځپاڼې مشر پېژني او نه هم د دې ورځپاڼې پر دريځ خبر دی، خو ګرم هغه څوک دی چې ولسمشر ته يې د دې کار وړانديز کړی دی، نوموړی ليکي: ((ښايي ښاغلی غني به پير سفيد شاه او وحدت اخبار هېڅ پېژني نه او ممکن خبر هم نه وي چې وحدت اخبار د افغانستان پر مسايلو څه دريځ لري. هغوی چې ددې مډال د ورکړې وړانديز يې غني ته کړی، اصلي مسول دي. دوی دې د افغانستان د ټولو شهيدانو د وينو او ددې وطن د هرې لوېشتې خاورې ازار ووهي.))

پير سفيد شاه همدرد ته د مډال ورکړې له ډيورنډ کرښې اخوا هم د خيبر پښتونخوا او بلوچستان ملتپالو غبرګونونه راپارولي، له کوټې څخه پښتون ليکوال صادق ژړک وايي: ((وحدت اخبار له ايوارډ ورکول دا معنا ورکوي، لکه حميد ګل او کرنل امام له چې ايوارډ ورکړې.))

ځينې کسان بيا په دې کار کې د ولسمشر ارشد سلاکار (لعل پاچا ازمون) او په پاکستان کې پخوانی افغان سفير ډاکټر عمر زاخېلوال ګرم بولي او وايي چې ولسمشر ته دوی وړانديز کړی تر څو د وحدت اخبار مشر ته د غازي مير مسجدي خان دولتي مډال ورکړي.

په يادو ايوارډونو کې د کوزې پښتونخوا نامتو ليکوالې او شاعرې حسينه ګل کاکاخېلې او پياوړي ليکوال نورالبشر نويد ته هم ايوارډونه ورکړل شوي دي، چې ګڼو افغان ليکوالو ستايلي او دوی ته ايوارډ ورکول يې د هغوی حق ادا کول بللي دي. حسينه ګل کاکاخېله پښتنه ليکواله ده چې تر شلو يې زيات اثار چاپ کړي او هر وخت يې د لر او بر يو افغان غږ پورته کړی دی.

ليکوال : عابد ساپى