fbpx

د طاهر داوړ جنازه د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو ته وسپارل شوه

په ننګرهار کې قومي مخورو، ديني عالمانو او ځوانانو غوښتنه کوله چې د طاهر داوړ جنازه په ننګرهار کې ترسره کړي او پاکستان حکومت ته له ورکړې څخه يې انکار کاوه، دوی ويل، که د طاهر داوړ جسد له ډيورنډ کرښې اوړي، نو قومي مشرانو یا عامو وګړو ته به يې تسليموي، دوی ويل هېڅکله چمتو نه يو چې د پاکستان حکومت ته د طاهر داوړ جسد وسپارو.

غرمه مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي محسن داوړ وويل چې نوړی تورخم ته د طاهر داوړ د جسد ترلاسه کولو لپاره راځي، همغه و چې د ننګرهار قومونو د طاهر داوړ جسد د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو ته وسپاره. دوی د طاهر داوړ جنازه د کوزې پښتونخوا ځوانانو ته په داسې حال کې سپارلی چې د دواړو غاړو یو شمېر کسانو په چیغو چیغو ژړل.

له تورخم څخه د تېرېدو پر مهال پاکستاني ملېشو هڅه کوله چې د داوړ پر تابوت د پاکستان بيرغ وغوړوي، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو يې مخه ونيوله او لفضي شخړه رامنځته شوه.

طاهر داوړ د پاکستاني پوليسو پښتون افسر و، چې څو ورځې وړاندې له اسلام اباد څخه وتختول شو او بيا يې مړی ډيورنډ کرښې ته څېرمه وموندل شو.