fbpx

په افغانستان کې انلاين کار او د بانکونو ستونزې

ليکوال : رحمت ديوان

په افغانستان کې له ډېرو کلونو راهيسې د ګوتو په شمېر ځوانان په انټرنېټ انلاين کار کوي، خو په وروستي يو کال کې بيا دا شمېر ډېر شو او اوس سلګونه ځوانان که څه هم هره مياشت له انلاين کار څخه پېسې نه ګټي، نو بيا هم په دې هڅه کې دي چې انلاين داسې يوه لار پېدا کړي، چې دوى ترې ګټه ترلاسه کړي.

په افغانستان کې بيا تر ټولو لوى مشکل د انلاين پېسو د راتګ دى، چې په لومړي سر کې خو يو کس بېخي په دې پوهېږي نه، چې انلاين پېسې په افغانستان کې څه ډول ترلاسه کړي، خو که يو څوک په دې اړه پوه هم شي، بيا ورته بانکونه ستونزې راولاړوي.

څو کاله مخکې عزيزي بانک ته د ګوګل اېډسنس پېسې راتلې، اوس هغوى ته نه راځي، همدا راز د افغانستان نړيوال بانک ته هم پېسې راځي، خو دوى اوس په دې هڅه کې دي، چې کومو کسانو ته د ګوګل څخه پېسې راځي، دوى د هغوى اکاونټونه بندوي او د انلاين کار کوونکو ځوانانو مخه نيسي.

په هېواد کې ورځ تر بلې د بېکارۍ د زياتېدو، د ځوانانو د نورو هېوادونو ته قاچاقي تللو او همدا راز له غلا، ترهګرۍ او نورو لارو څخه د ځوانانو د راګرځولو يوازينۍ لاره دا وه، چې بايد دوى په کار وګمارل شي، خو هر کال چې څومره ځوانان له پوهنتونونو څخه فارغېږي، هغه هومره بستونه ورته دولت نه شي پېدا کولاى او بېکاري ورځ تر بلې زياتېږي، په داسې حالت کې بيا په انټرنېټ انلاين کار کول تر ټولو بهترينه لار ده، چې ځوانان کولاى شي خپلې وړتياوې پکې وازمايي.

دا چې په دې کار کې د دولت هېڅ رول نه و، چې دوى دې خلکو ته داسې يوه اسانتيا برابره کړي، موږ په خپل سر دې کار ته غاړه وتو او دا هوډ مو وکړ، چې هغه څه چې موږ ياد کړي او يا پکې عملاً کار کوو، هغه به نورو ځوانانو ته هم رسوو او د يو ډيجيټل افغانستان د جوړولو لپاره به خپلې ټولې هڅې ترسره کوو.

په دې لړ کې موږ خپلې هڅې پيل کړې، ليکنې مو وکړې، ويډيوګانې مو جوړې کړي او آن کتابونه مو وليکل، ډېرى ځوانان مو په دې وپوهول، ځکه په دې کارونو د چا يقين کول ګران و، خو ورو ورو د ځوانانو دې لوري ته پام کېده او دوى هڅه کوله، چې په دې برخه کې کارونه وکړي، په داسې وخت کې هغه يوازينۍ لار، چې د افغانستان نړيوال بانک ته د ګوګل اېډسنس، فېسبوک… پېسې راتلې، هغوى د دغه ځوانانو د مخې نيولو هڅه کوي.

په افغانستان کې اصلاً مشکل دا دى، چې په هر ځاى کې داسې کسان ګمارل شوي دي، چې هغوى په پوهنتونونو کې چيپټرونه ياد کړي دي او د هماغو چيپټرونو په مرسته کامياب شوي او دندې يې ترلاسه کړي دي، زيات شمېر کسان داسې دي چې هغوى بيا هېڅ له خپلو چيپټرونو بهر نه راوځي او د نوي څه په اړه فکر نه کوي، ځينې بيا داسې هم شته چې هغوى د هر نوي کار د مخنيوي هڅه کوي، په داسې خلکو کې بيا پوه، هوښيار او په هېواد ميين کس پېدا کول، ډېره ګرانه ده.

د افغانستان نړيوال بانک چې کله دا ستونزه راجوړه کړه، چې د هغه ځوانانو اکاونټونه به تړي، چې هغوى ته له ګوګل اېډسنس څخه پېسې راځي، نو دوى هېڅ وجه هم ونه ښووله، يواځې دا خبره يې وکړه، چې دا د دوى داخلي پالېسي ده او داخلي پالېسي دوى هيچا ته هم نه وايي، حال دا چې له تېر يو کال، يو نيم کال څخه په داخلي پالېسي کې هېڅ مشکل نه و، خو اوس داخلي پالېسي هم شوه او وجه يې هم نامعلومه شوه.

په نوره نړۍ کې، آن په هندوستان کې، دولت د ډيجيټل انډيا په نوم ډېر زيات مصارف وکړل او کوم خلک او ادارې چې د انټرنېټ د نړۍ څخه ليري ول، هغوى يې هم له انټرنېټ او ټېکنالوژۍ سره بلد کړل، خو زموږ په هېواد کې بيا چې څوک غواړي په خپله وړتيا يو څه نوښت وکړي، مخه يې نيول کېږي.

په انټرنېټ د انلاين کار کولو بې شمېره ډولونه دي، چې په دې ډولونو يواځې هغه کسان ځان پوهولى شي، چې له انټرنېټ سره بلدتيا ولري او په انټرنېټ د نړيوالو شرکتونو پالېسي، د کار ډول او نور معلومات وګوري، خو بدبختانه، په افغانستان کې بيا په دې برخه کې څوک بېخي پاملرنه نه کوي او له دې پديدې سره داسې چلند کوي، چې د سړي ورته خندا راشي.

په پاکستان، بنګله دېش، هندوستان او نورو ډېرو هېوادونو کې په لکونو ځوانان په انټرنېټ په يوټيوب، بلاګ، وېبپاڼه، انسټنټ ارټيکلز، فريلانس او ايپيلئيټ مارکيټنګ برخه کې کار کوي، د ويسټرن يونيون، بانک او نورو لارو څخه پېسې ترلاسه کوي، هېڅ مشکل نشته، نه ترې چا پوښتنه وکړه، چې دا پېسې ولې راځي او يا له کوم ځايه راځي، ځکه چې له کوم ځاى څخه پېسې راځي، ادرس يې معلوم دى، خو په افغانستان کې بيا د معلوم ادرس په اړه هم پوښتنه کېږي، چې له کوم ځايه راځي؟

په افغانستان کې د دولت او نورو ادارو لپاره دا نوې پديده ده، خو که چېرته ژر په دې برخه کې د ستونزو د حل لپاره کار ونه شو، نو د دې کارونو مخه به ډب شي او چې کله يې مخه ډب شي، بيا به ډېر کلونه څوک هڅه ونکړي، چې په دې برخه کې کار وکړي.

که دولت غواړي چې په رښتينې توګه په افغانستان کې د بېکارۍ کچه راټيټه کړي، ورته پکار دي چې د انټرنېټ په برخه کې کار کوونکو ځوانانو ته اسانتياوې برابرې کړي، د انټرنېټ بيې دې ټيټې کړي، سرعت دې يې تېز کړي، بانکونو ته دې قناعت ورکړي چې ستونزې نه جوړوي، د پېمنټ سيسټم په برخه کې دې کار وکړي او په دې اړه دې ځوانانو ته عامه پوهاوى ورکړي.

په انلاين کار کې د دولت ګټه ده، د هېواد ګټه ده، د ځوانانو ګټه ده، يعنې ځوانان په خپله وړتيا له خارج څخه پېسې افغانستان ته راوړي، د افغانستان اقتصاد ته وده ورکوي، نه دا چې له خپل هېواد څخه خارجي هېوادونو ته يو څه لېږي.

له اداره امور سره په ليدنه کې موږ ته هيلې پېدا شوې، چې دولت به دې ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او هر ډول ستونزې چې وي، د هغې د حل لپاره به خپلې هڅې ترسره کړي. موږ يو ځل بيا له دغه خلکو څخه غوښتنه کوو، چې دا ستونزه بايد په لوړه کچه راپورته کړي او هر څه ته دې حللارې ولټوي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــ

هره ليکنه د ليکوال خپل نظر دى، لازمه نه ده چې د خبريال اداره دې ورسره همغږې وي. تاسې هم کولاى شئ چې موږ ته مو خپلې ليکنې د خپراوي لپاره راولېږئ. زموږ برېښناليک: khabarialweb@gmail.com