fbpx

حکمتيار: د موقت حکومت، درې مرستيالانو او لومړي وزير څوکۍ مخالف يم

اسلامي حزب له لنډمهالي حکومت، د ولسمشر له درېو مرستیالانو او د لومړي وزیر څوکۍ سره مخالفت کړی.

د اسلامي حزب امیر ګلبدین حکمتیار ویلي د ټاکنو اوسنی سستم د افغانانو زیږنده نه ده، په وینا یې دا سیستم پر افغانانو تحمیل شوی دی.

د اسلامي حزب مشر وايي، د ټاکنو اوسنی سستم درغلیو ته لاره پرانیزي او له کبله یې ګڼ شمېر افغانان د رایې ورکولو له حق څخه بې برخې کیږی.

نوموړي یوځل بیا د موقت حکومت، د ولسمشر له درېو مرستیالانو او د لومړي وزیر څوکۍ له رامنځته کولو سره مخالفت څرګند کړی دي.

ښاغلي حکمتیار ویلي ټاکنې له بحران څخه د وتلو یوازینۍ لاره ده او زیاتوی چې د لنډمهالي حکومت غوښتونکې کړۍ په افغانانو کې ریښې نه لري.

همدا شان حکمتیار د ولسي جرګې د ټاکنو له نوماندانو سره په مشورتي ناسته کې پر حکومت او ټاکنو کمېسیون غږ وکړ، چې د سیاسي ګوندونو ټولې غوښتنې ومني او د بایومټریک سیستم پرته کارول شوې رايې باطلې اعلان کړي.

نوموړی وايي: د ولسي جرګې ټاکنو د پایلو ځنډول درغلیو او رشوت ته لار پرانيزي او په هېڅ پلمه باید د رايو پایلې ونه ځنډول شي.

ګلبدین حکمتیار په داسې حال کې د ولسمشریزو ټاکنو پر ټاکلي وخت ترسراوي ټینګار کوي، چې ټاکل شوې د راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې د (۱۳۹۸ل) کال د وري میاشتې پر (۳۱)مه نېټه وشي.