fbpx

په عربي متحده اماراتو کې د افغانستان سولې په اړه غونډه شوې

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په عربي متحده اماراتو کې د درېو هېوادونو له استازو سره پر دې مسئلې خبرې کړې دي او تمه ده چې په قطر کې د طالبانو له استازو سره هم وګوري.

د افغانستان، امریکا د متحده ایالاتو، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان استازو روانه اوونۍ په ابوظبي کې غونډه وکړه.

د افغانستان د ملي امنیت شورا منلي چې په ابوظبي کې پر افغان سولې خبرې شوې دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، په دې ناسته کې د افغانستان د سولې پروسې سربېره په لوړو موضوعاتو هوکړه شوې، خو جزیات یې نه دي څرګند شوي.

خلیلزاد د تېرې شنبې پر ورځ کابل ته راغی او تر دوشنبې په کابل کې و، ده له ولسمشر اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د سولې عالي شورا له استازو سره وکتل.

د زلمي خلیلزاد  کابل ته د سفر په اړه په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو د سفارت په خپره کړې اعلامیه کې د خلیلزاد په وینا راغلي دي چې د امریکا حکومت د دې ملاتړ کوي چې افغانان په خپلو کې خبرې سره وکړي.