fbpx

په کابل پوهنتون کې د محصلينو تر منځ شخړه رامنځته شوې

نن ماذيګر مهال په کابل پوهنتون کې د محصلينو تر منځ هغه مهال شخړه رامنځته شوه چې هزاره محصلينو غوښتل په کابل پوهنتون کې د غزني ولايت د ناامنيو په خاطر لاریون وکړي، د دې پرېکړې پر وړاندې نورو محصلينو غبرګون ښودلی او هيله يې ورڅخه کړې چې د پوهنتون څخه بهر بل ځای لاريون وکړي، خو ددې پر ځای چې هزاره محصلين هغوی قانع کړي، ځواب يې پر بد و رد ورکړی دی.

هغو محصلینو چې لاريون کول يې غوښتل په زور د پوهنتون د دروازو د بندولو هڅه وکړه چې نورو محصلينو يې مخه ونيوله، چې هزاره محصلينو ان وسلې وکارولې. د پېښې په پايله کې يو محصل شهید او دری ټپيان شوي دي.

يو محصل وايي چې حکومت هم د هزاره محصلينو ملاتړ کاوه او په ګډه يې پر پښتنو او نورو محصلينو ډزې وکړې.

ويل کېږي هزاره محصلينو ته د عاشورا د مراسمو د امنیت د خوندیتوب لپاره په زياته اندازه وسله ورکړل شوې وه، چې نن يې په خپلمنځي شخړه کې وکاروله.