fbpx

امنیت شورا پر طالبانو د يرغليزو بریدونو د زياتولو سپارښتنه کړې

په دې وروستيو کې طالبانو په ځينو ولايتونو کې ګڼ شمېر تلفات اړولي، چې دوه شپې وړاندې يې فراه ولايت کې ګڼ شمېر افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده او ځينې يې ژوندي تسليم کړي دي.

اوس ملي امنيت شورا له امنيتي ارګانونو غوښتنه کړې چې په ټولو ولايتونو کې پر طالبانو خپل یرغليز برېدونه نور هم ډېر کړي. له امنيت شورا څخه رسنيو ته خبرپاڼه لېږل شوې چې په خبرپاڼه کې راغلي: د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه همدا اوس د غزني، فراه، بغلان، کندوز، تخار، زابل او غور ولایتونو په ګډون ټول هېواد کې د مخالفينو په ځپلو بوخت دي.

خبرپاڼه کې راغلي؛  د افغانستان د خلکو دښمنان زموږ له وسله وال پوځ سره د مخامخ جګړې په هر پړاو کې د درنې مرګ ژوبلې په ورکولو او د هېواد د وسلوالو قوتونو د قربانیو له برکته ماتې سره مخامخ شوي دي، نو له همدې کبله یې د ملکي وګړو په وژلو خپله جنګي تګلاره بدله کړې، چې د دغو ډلو د کمزورتیا ښکارندويي کوي.

د ملي امنیت شورا دفتر له اړوندو ارګانونو غوښتي، چې د خلکو د ژوند خوندیتوب او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تلفاتو د کموالي په موخه، ټول هېواد کې پر دښمن خپلو بریدونو ته زور ورکړي او هر ځای دښمن وځپي.